پاړه چنار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په پاړه چنار کي د سکول د ماشومانو یو کوچ چپه شوی چې له امله یې د بېلابېلو سکولونو ۱۲ ماشومان ژوبل شوي دي.

 

د روغتون د سرچینو په وینا، پېښه د پاړه چنار د کراخېلې بای پاس سړک ته څېرمه شوې ده، چې یو تېز رفتاره کوچ له سړکه اوښتی او چپه شوی دی.

 

سرچینې وايي، له پېښې وروسته مقامي خلکو او د نورو ګاډو سپرلیو ژوبل ماشومان له کوچ څخه راویستلي او د پاړه چنار ضلعي مرکزي روغتون ته یې رسولي دي.

 

د روغتون چارواکي وايي، د ژوبلو ماشومانو علاج روان دی، خو یو شمېر ماشومان د طبي معاینې لپاره شخصي روغتونونو ته هم وړل شوي دي.

 

تر اوسه د ژوبلو ماشومانو د حالت او د پېښې د کره علت په اړه نور تفصیلات نه دي ورکړل شوي.