کابل (شال نیوز) : د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د جواز لرونکو وسلو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو وسلو څخه د کور د ساتنې پرته د نورو موخو لپاره، د شخصي خوندیتوب، دوکانونو او سوداګریزو ځایونو د ساتنې په ګډون، ګټه اخیستل منع دي.
دغه وزارت ویلي، هغه کسان چې د وسلو د ساتلو او کارولو جوازونه لري، باید د اړوندو اصولو او مقرراتو له مخې له خپلو وسلو څخه استفاده وکړي او له هغو څخه د نورو موخو لپاره کار وانخلي.
د وزارت د خبرتیا له مخې، د جواز لرونکو وسلو کارول د شخصي ساتنې، د دوکانونو، سوداګریزو مرکزونو او نورو ځایونو د امنیت لپاره د ټاکل شویو اصولو خلاف ګڼل کېږي.
په خبرتیا کې ټینګار شوی چې که د وسلو د کارونې په برخه کې د اصولو سرغړونه ثابته شي، وسله به له سرغړوونکي څخه ضبط شي او د نافذه قوانینو او مقرراتو له مخې به ورسره قانوني چلند وشي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له ټولو هغو کسانو غوښتي چې د وسلو د ساتلو او کارولو جوازونه لري، د وسلو د کارونې اړوند اصول مراعات کړي او له هر ډول سرغړونې ډډه وکړي.


شال نیوز