کوټه: د بلوچستان د خضدار ولسوالۍ په کرخ سیمه کې د امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال پنځه ترهګر وژل شوي دي.

 

د بلوچستان د کورنیو چارو مرستیال بابر یوسفزي ویلي، چې دغه عملیات د ترهګرۍ پر وړاندې د روانو اقداماتو یوه برخه ده او په صوبه کې د امن او امان د ټینګښت او د ولس د سر او مال د ساتنې لپاره د امنیتي ځواکونو عملیات دوام لري.

 

بابر یوسفزي د یادو عملیاتو په اړه ویلي، چې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ په کرخ سیمه کې عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې پنځه ترهګر وژل شوي دي.

 

هغه زیاته کړې، چې په بلوچستان کې د امن او ثبات د ټینګښت او د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره امنیتي ځواکونه خپلې هڅې روانې ساتي.

 

د کورنیو چارو مرستیال ویلي، چې د ترهګرۍ د مخنیوي او د ولس د سر او مال د ساتنې لپاره ټول اړوند ادارې خپل مسؤلیتونه ترسره کوي او په دې برخه کې ګډ اقدامات روان دي.

 

بابر یوسفزي د امنیتي ځواکونو قربانۍ د ستاینې وړ بللې او ویلي یې دي، چې د خضدار په کرخ سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال د پنځو ترهګرو وژل کېدل یو مهم پرمختګ دی.

 

هغه ټینګار کړی، چې په بلوچستان کې به د امن دښمنه عناصرو پر ضد د قانون له مخې عملیات دوام ولري

د بلوچستان د کورنیو چارو مرستیال زیاته کړې، چې امنیتي ادارې د ولس د خوندیتوب او په صوبه کې د تلپاتې امن د ټینګښت لپاره ژمنې دي.