کابل (شال نیوز) : د طالبانو امربالمعروف وزارت هغو ټولو اشخاصو ته چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د پټاقیو او ورته توکو په تولید، واردولو، پلورلو، پېرلو، وېشلو او کارولو کې ښکېل دي، خبرداری ورکړ. دې وزارت وویل، په ودونو، د خوښیو په مراسمو او نورو ورته غونډو کې د پټاقیو او هر ډول هغو توکو کارول چې د خلکو د وېرې، ځورونې او رواني ناارامۍ لامل کېږي، له دې وروسته په مطلق ډول منع دي.

 

دغه وزارت نن سه‌شنبه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د خلکو ارامي، هوساینه، رواني امنیت او د هغوی حقونو ته درناوی د یوه سالم او منظم ټولنیز ژوند مهمې برخې دي، له همدی امله د خوښیو مراسم باید د اسلامي لارښوونو او سپېڅلي شريعت له اصولو سره سم ترسره شي نه دا چې د ځوروونکو کړنو له امله د ماشومانو، ښځو، سپین‌ږیرو، ناروغانو او نورو هېوادوالو د وېرې او ناارامۍ لامل وګرځي.

 

دې وزارت زیاته کړه: “له ټولو هېوادوالو غوښتنه کېږي چې د دې بندیز په رعایتولو کې له وزارت سره همکاري وکړي او د ودونو او خوښیو په مراسمو کې له پټاقیو او نورو هغو توکو له کارولو څخه چې د خلکو ارامي او رواني امنیت ګواښي، په کلکه ډډه وکړي.”

 

دغه وزارت ټینګار کوي چې که چېرته له دې وروسته څوک له یاد بندیز څخه سرغړونه وکړي او د پټاقیو یا نورو توکو په کارولو سره د خلکو د ځورونې، وېرې او رواني ناارامۍ لامل شي، د نافذه شرعي قوانینو او مقرراتو له مخې به له شرعي او قانوني چلند سره مخ شي.