اسلام اباد (شال نیوز) : پاکستان د اکتوبر ۲۷مه د کشمیر د تورې ورځې په نوم ولمانځله او حکومت یې د دې ورځې په مناسبت له کشمیریانو سره د یووالي څرګندولو لپاره بېلابېل پروګرامونه ترسره کړل.

 

پاکستان وايي، د ۱۹۴۷ کال د اکتوبر پر ۲۷مه هندي پوځونه جمو او کشمیر ته داخل شول او له هماغه وخته د کشمیر پر سر د دواړو هېوادونو اختلاف روان دی.

 

د پاکستان حکومت د کشمیر د مسئلې د هواري لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د قراردادونو پر عملي کېدو ټینګار کوي او وايي چې کشمیریانو ته باید د خپل سیاسي راتلونکي د ټاکلو حق ورکړل شي.

 

په اسلام اباد او د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر کي د دې ورځې په مناسبت غونډې، لاریونونه او نور پروګرامونه په پام کي نیول کېږي. هند بیا جمو او کشمیر د خپلې خاورې برخه بولي او وايي چې دا مسئله باید د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو له لارې هواره شي.

 

د کشمیر پر سر اختلاف په ۱۹۴۷ کال کي د برتانوي هند له وېش وروسته پیل شو. هند او پاکستان پر کشمیر جګړې هم کړې دي او دواړه هېوادونه د سیمې پر بېلابېلو برخو انتظام لري.

 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د کشمیر په اړه یو شمېر قراردادونه منظور کړي چې په ځینو کي یې د خلکو د رایې له لارې د سیمې د راتلونکي د ټاکلو خبره شوې ده، خو د دغو قراردادونو د عملي کېدو پر شرایطو او د کشمیر پر قانوني حیثیت د هند او پاکستان اختلاف لا هم پر خپل ځای دی.