چترال (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په چترال کي د کهوار ژبې د لومړۍ سفرنامې «سیل دو یو» د چاپېدو په مناسبت د چترال په پریس کلب کي غونډه شوې ده. د دې سفرنامې لیکوال ډاکټر عنایت الله فیضي دی چې د ایټالیا، سپېن او قطر د سفرونو حال یې پکی لیکلی دی.
د اکتوبر پر ۲۵مه د کتاب د معرفي کولو غونډې مشري پروفیسر ممتاز حسین کوله او د کوز چترال ضلعي پولیس افسر محمد خالد خان یې خاص مېلمه و. په غونډه کي صالح ولي آزاد، ظهور الحق دانش، فرید احمد رضا، جاوېد اقبال جاوېد او یو شمېر نورو لیکوالانو، شاعرانو او د ادب مینه والو ګډون کړی و.
ډاکټر عنایت الله فیضي په خپله سفرنامه کي د هغو تجربو، مشاهداتو او ځایونو یادونه کړې چې د ایټالیا، سپېن او قطر د دوه میاشتني او لس ورځني سفر پر مهال یې لیدلي وو.
د غونډې ویناوالو وویل چې په کهوار ژبه کي د سفرنامې چاپېدل د چترال د ادب لپاره مهم پرمختګ دی او دا به په مورنۍ ژبه د نورو لیکوالو د لیکنو او څېړنو لپاره هم لاره هواره کړي.
ګډونوالو د چترال د تاریخ، کلتور او مقامي ژبو د ساتنې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مورنيو ژبو د ودې لپاره د کتابونو چاپ او ادبي فعالیتونو ته اړتیا ده.
د «سیل دو یو» د معرفي کولو غونډه د چترال پریس کلب او د مورنۍ ژبې د تعلیم او څېړنې د ادارې په مرسته جوړه شوې وه. کهوار د چترال یوه مهمه مقامي ژبه ده چې د سیمې په ادبي او کلتوري ژوند کي ځانګړی ځای لري.


سید اصف شاه کاکاخیل