اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د چاپېریال وفاقي وزیر مصدق ملک ویلي چې د موسمي بدلونونو له امله د زیاتېدونکو خطرونو د مخنیوي لپاره د نوې ټکنالوژۍ، ساینسي څېړنو او فني مهارتونو پراختیا ضروري ده.

 

نوموړي د اکتوبر په ۲۷مه په اسلام اباد کي د «ګرین سکلز ډوېلپمنټ» پروګرام یوې غونډې ته وویل چې د چاپېریال ساتنې هڅې باید له ساینسي څېړنو، صنعت او روزګار سره وتړل شي، څو ځوانانو ته د کار نوې لارې برابرې شي.

 

د مصدق ملک په وینا، په تېرو لسو کلونو کي په پاکستان کي د موسمي بدلونونو له امله شاوخوا شپږ زره کسان مړه شوي، شل زره ژوبل شوي او څلور کروړه خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

 

هغه وویل چې پوهنتونونه، څېړنیزې ادارې او کاروباري شرکتونه باید په ګډه داسې روزنیزې منصوبې جوړې کړي چې ځوانان د چاپېریال ساتنې، نوې ټکنالوژۍ او صنعت په برخو کي د کار کولو جوګه کړي.

 

وفاقي وزیر د داسې فني سندونو پر ورکولو هم ټینګار وکړ چې نړیوال پوهنتونونه یې ومني. نوموړي د ځوانو څېړونکو لپاره د مالي مرستو او د ساینسي څېړنو د پراختیا غوښتنه هم وکړه.

 

پاکستان په وروستیو کلونو کي له سختو سېلابونو، غیرمعمولي ګرمیو او نورو موسمي پېښو سره مخ شوی چې د خلکو پر ژوند، کرنه او کاروبارونو یې اغېز کړی دی.

 

خو وفاقي وزیر دا نه دي ویلي چې د ځوانانو د فني روزنې لپاره به څومره پیسې ځانګړې کېږي، څومره کسان به روزل کېږي او روزنیز مرکزونه به په کومو سیمو کي جوړېږي.