بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د بنو ضلعې په ډومېل تحصیل کې د سړک غاړې ته په ځای پر ځای شوي ریموټ کنټرول بم چاودنه کې د سیمې د مشر ملک سبیل خان ورور اینار خان وژل شوی او ملک سبیل خان له یوه بل کس سره ژوبل شوی دی.

 

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د ډبک سیدخېل اوسېدونکی ملک سبیل خان له خپل ورور اینار خان او یوه بل کس سره له بنو ټاون شپ څخه خپل کور ته روان و چې په لاره کې یې موټر د سړک غاړې ته د ځای پر ځای شوي بم په چاودنه کې په نښه شو.

 

په چاودنه کې موټر ته هم زیان رسېدلی او درې واړه سپاره کسان ژوبل شوي وو، خو اینار خان وروسته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه. ژوبل کسان د طبي مرستې لپاره نږدې کې جي این روغتون ته رسول شوي دي. د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د ځینو ژوبلو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي چې شاوخوا پنځه یا شپږ میاشتې وړاندې هم په همدې سیمه کې پر ملک سبیل خان د ریموټ کنټرول بم برید شوی و، خو د هغه برید د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

پولیس د پېښې له خبرېدو وروسته سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې برید مسؤلیت نه دی منلی او پولیسو هم د بریدګرو د پېژندګلوۍ یا نیولو په اړه معلومات نه دي خپاره کړي. د برید انګېزه لا نه ده څرګنده شوې.