کابل (شال نیوز) : د یوه ایټالوي مرستندویه بنسټ بنسټګره وايي، وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل، هغې په افغانستان کې د ښځو لپاره یو پټ ښوونځی جوړ کړ او دوه کاله وروسته پوه شوه چې د طالبانو د ځینو غړو لوڼې هم په دغه ښوونځي کې زدهکړې کوي.
د 'نووه کرینګ هیومنز' بنسټ بنسټګرې سوزانا فیورتي له ایټالوي ورځپاڼې 'کوریره دلا سرا' سره په خبرو کې ویلي، د دغو نجونو میندو او پلرونو غوښتل چې لوڼې یې زدهکړې وکړي.
هغې وویل، وروسته له هغې چې طالبان بېرته واک ته ورسېدل او د ښځو پر لوړو زدهکړو یې بندیز ولګاوه، پرېکړه یې وکړه چې په افغانستان کې یو پټ ښوونځی جوړ کړي.
د فیورتي په وینا، درسي ټولګي په یوه داسې خونه کې جوړ شوي وو چې د ګنډلو ماشینونه هم پکې وو. ټاکل شوې وه، که طالبان د پلټنې لپاره ورشي، نو کتابچې او قلمونه پټ شي او زدهکوونکې داسې وښيي چې ګواکې په ګنډلو بوختې دي.
هغې وویل، په لومړیو دوو کلونو کې د طالبانو هېڅ یو غړی د پلټنې لپاره دغه ځای ته ورنهغی، خو دوه کاله وروسته پوه شوه چې د طالبانو د ځینو غړو لوڼې هم په دغه ښوونځي کې زدهکړې کوي.
کله چې ترې وپوښتل شول چې ایا د زدهکوونکو په منځ کې د طالبانو جاسوسان هم وو، فیورتي وویل: “نه، هغوی د طالبانو د غړو لوڼې وې. میندو او پلرونو یې غوښتل چې لوڼې یې زدهکړې وکړي.”
هغې زیاته کړه چې له طالبانو سره تړلي ټول کسان یو شان نظر نه لري او ځینې یې غواړي هغه محدودیتونه بدل کړي چې ناسم یې بولي؛ خو خپلې دغه غوښتنې په پټه تعقیبوي.
دې ایټالوي مرستندویه وویل، د نجونو د پټ ښوونځي فعالیت له جدي خطرونو سره مل و او که چا د طالبانو د امربالمعروف ادارې ته د دغه ښوونځي په اړه راپور ورکړی وای، نو ښايي له سخت چلند سره مخ شوي وای.
خو د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د افغان نجونو پر زده کړو بندیز روان ساتلی چې له امله یې هر کال په سلګونو زره نجونې له زده کړو بې برخې کیږي. دغه راز، د لوړو زده کړو او پوهنتونونو دروازې هم د نجونو پر مخ تر امرثاني پورې تړل شوې دي.
بلخوا، ملګري ملتونه، د بشري حقونو سازمانونه او ګڼ شمېر هېوادونه دا بندیزونه غندي او د سمدستي لیرې کولو غوښتنه کوي، خو طالبان دا د خپلو کورنیو او اسلامي اصولو په چوکاټ کې یوه داخلي او فرهنګي مسله بولي.


شال نیوز