کابل (شال نیوز) : د افغانستان پخوانی جهادي مشر، عبدالرب رسول سیاف له طالبانو غوښتي چې د ښځو له نیولو او توقیف کولو لاس واخلي او په دوامداره توګه د دې کار په ترسره کولو سره د خلکو اسلامي، انساني او ملي احساسات ونه ځپي.

 

سیاف نن په ټولنیزو رسنیو کې په خپره شوې یوه لنډه لیکنه کې ویلي: “ای طالبانو! دا عیب، شرم او ناروا کار دی. خپل لاسونه هغو ښځو ته مه غځوئ چې درته محرمې هم نه دي او خپلو چټلو او فاسدو زندانونو ته یې مه بیایئ.”

 

د سیاف دا څرګندونې ظاهراً د هغو ښځو او نجونو نیولو ته اشاره لري چې د طالبانو د ادعا له مخې، د دوی د خوښې حجاب او د جامو د اغوستلو د اصولو د نه مراعاتولو له امله نیول کېږي.

 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) راپور ورکړی چې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت کارکوونکي د حجاب د اصولو د نه مراعاتولو په تور ښځې او نجونې نیسي او توقیفوي یې.

 

د راپور له مخې، د طالبانو محتسبانو د روان کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ لږ تر لږه ۵۲ ښځې او نجونې په کابل او هرات ولایتونو کې نیولې او توقیف کړې دي. تر اوسه طالبانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.