بیروت (شال نیوز) : رویټرز د لبنان د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی چې حزب الله له اسرائیل سره د احتمالي نوې جګړې لپاره د وسلو او نورو پوځي سامانونو د برابرولو هڅې کوي. د سرچینو په وینا، دغې ډلې په تېرو دریو میاشتو کي له ایران څخه لسګونه میلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.

 

سرچینو ویلي چې حزب الله د خپلو وسلو د زېرمو د بېرته ډکولو، د بې پیلوټه الوتکو د جوړولو او د پوځي مشرانو ترمنځ د رابطو د ښه کولو هڅې کوي. حزب الله له ۲۰۲۴ کال راهیسې له اسرائیل سره په جګړو کي خپل یو شمېر مشران او وسله وال له لاسه ورکړي او پوځي سامانونو ته یې هم زیان رسېدلی دی.

 

د لبنان په جنوب کي د اسرائیلي ځواکونو موجودیت او پر ځینو سیمو د هغوی دوامدار بریدونه د دواړو خواوو ترمنځ کړکېچ ژوندی ساتلی دی. حزب الله وايي چې د لبنان له خاورې د اسرائیلي ځواکونو تر وتلو پورې د مقاومت حق لري.

 

د رویټرز د راپور له مخې، حزب الله هڅه کوي خپل پوځي توان بېرته پیاوړی کړي، خو لا یې د پخوا په شان ځواک نه دی ترلاسه کړی. تر اوسه له اسرائیل سره د نوې پراخې جګړې د پیل اعلان نه دی شوی