شانګله (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د شانګلې یو بل ځوان د سکرو په کان کي مړ شوی دی. د مزدورانو د حقونو لپاره کار کوونکي فعالان وايي چې په روان کال کي د شانګلې له ۸۳ څخه زیات مزدوران د سکرو په کانونو کي مړه شوي دي.
فعالانو د اکتوبر په ۲۶مه راپور ورکړی چې تازه مړ شوی مزدور حنیف الله نومېده او د مومن خان زوی و. د راپور له مخې، حنیف الله د شانګلی د پیراباد د میان کلي اوسېدونکی و او د سکرو په کان کي د کار پر مهال یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کانونو د مزدورانو د حقونو لپاره د کار کوونکي تنظیم استازي عابد یار ویلي چې یوازې په تېره یوه اوونۍ کي د شانګلې درې مزدوران د سکرو په کانونو کي مړه شوي دي. د نوموړي په وینا، د روان کال په اوږدو کي په دغو پېښو کي سلګونه نور مزدوران ژوبل شوي هم دي.
د شانګلې ګڼ ځوانان په خپله سیمه کي د روزګار د موقعو د کموالي له امله د پاکستان نورو سیمو ته ځي او د سکرو په کانونو کي مزدوري کوي. د مزدورانو د حقونو فعالان وايي چې په کانونو کي د حفاظتي انتظاماتو د نشتوالي له امله د مزدورانو ژوند له خطر سره مخ دی.
دوی له حکومته غوښتنه کوي چې د کانونو د حفاظت لپاره عملي ګامونه واخلي او د مزدورانو د مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره قانوني انتظامات سخت کړي. د مزدورانو د مړینې دغه شمېر د تنظیم د معلوماتو پر بنسټ دی او تر اوسه یې له حکومتي ادارو څخه خپلواک تصدیق نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز