کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د کوټې ښار په سبزل روډ سیمه کي د پیسو پر سر د شخړې په ترڅ کي درې کسان وژل شوي او یو بل ژوبل شوی دی. پولیس وايي، پېښه د پوډ ګلي چوک سره نږدې شوې، چې یوه کس د پیسو پر سر له شخړې وروسته پر مخالفې ډلې ډزې کړې دي.
پولیسو د وژل شوو کسانو نومونه منظور، باسط او محمد صادق ښودلي دي. په پېښه کي ژوبل شوی کس حسیب نومېږي. د پېښې وروسته مړي او ژوبل کس روغتونونو ته رسول شوي دي.
د وژل شوو کسانو خپلوانو وروسته مړي پر سړک اېښي او د پېښې پر ضد یې احتجاج کړی دی. احتجاج کوونکو د ډزو د تورن کس د نیولو او د انصاف غوښتنه کړې ده. د احتجاج له امله پر سبزل روډ ټرافیک هم بند شوی و.
پولیس وايي، له احتجاج کوونکو سره یې خبرې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې د تورن کس د نیولو تصدیق نه دی کړی.


نعيم اچکزئي