مردان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د مردان ضلعې په جان اباد سیمه کې د کورنۍ شخړې د هواري لپاره د جوړې شوې جرګې پر مهال په ډزو کې دوه سکه وروڼه وژل شوي او د لس کلن ماشوم په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي.

 

د پولیسو په وینا، د تره د زامنو ترمنځ له څه مودې راهیسې کورنۍ شخړه روانه وه چې د هواري لپاره یې د سیمې مشرانو جرګه رابللې وه. پولیس وايي، د جرګې پر مهال د دواړو خواوو ترمنځ لفظي شخړه وشوه چې وروسته ډزې پیل شوې.

 

په ډزو کې دوه سکه وروڼه، اسد او نزیر، ووژل شول، په داسې حال کې چې د جرګې یو ګډونوال دروېش خان او یو لس کلن ماشوم، چې له سیمې تېرېده، ژوبل شول. د پېښې له اطلاع وروسته پولیس او د ژغورنې ادارې کارکوونکي سیمې ته ورسېدل او د وژل شوو کسانو مړي او ژوبل کسان یې روغتون ته ولېږدول.

 

پولیسو ویلي چې د پېښې مقدمه یې درج کړې او د ډزو د علت معلومولو او د تورنو کسانو د نیولو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. تر اوسه پولیسو د کوم تورن کس د نیولو خبر نه دی ورکړی او دا هم نه ده څرګنده چې ډزې د کومې خوا له لوري پیل شوې وې.