پېښور (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا حکومت هغه خبرونه رد کړي چې ګنې په صوبه کي د ګورنر راج له لګېدو وروسته د صحت کارډ له لارې د علاج سهولت ختم شوی دی.
په سوشل میډیا خپاره شوي وو چې د صوبې ۱۱ کسیزې مشورتي شورا د صحت کارډ پروګرام بند کړی او خلک نور د دې پروګرام له لارې وړیا علاج نه شي کولی. خو د صوبايي حکومت او د صحت کارډ پلس ادارې ویلي چې پروګرام دوام لري او د بندولو پرېکړه یې نه ده شوې.
د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو مشاورې ثمر هارون بلور د اکتوبر په ۱۳مه د صحت کارډ د بندېدو خبرونه رد کړي وو. هغې ویلي وو چې حکومت به د خلکو د ګټې پروګرامونه جاري ساتي، خو په هغو کي به د ممکنه مالي بې قاعدګیو پلټنې کوي.
د صحت مشاورې، پخوانۍ لېفټننټ جنرل نګار جوهر هم د اکتوبر په ۱۶مه د صحت کارډ د چارو د ارزونې لپاره د یوې غونډې مشري کړې وه.
د صوبايي حکومت د بیان له مخې، نګار جوهر ویلي وو چې صحت کارډ د خلکو لپاره مهم پروګرام دی او باید دوام ورکړل شي. هغې د پروګرام د مالي چارو د پلټنې او د سرکاري پیسو د لګښت د حساب ورکولو غوښتنه هم کړې وه.
بلخوا د احتساب قومي ادارې، نېب، د صحت کارډ پلس پخوانی مشر ډاکټر محمد ریاض تنولی د اکتوبر په ۲۹مه د پوښتنو لپاره غوښتی دی. د خپرو شوو راپورونو له مخې، نېب د صحت کارډ پروګرام د شاوخوا ۲۱ اربه روپیو د لګښت په اړه اسناد طلب کړي دي.
اداره د روغتونونو د بلونو، د مریضانو د اندراج او د پیسو د لګښت په اړه د ممکنه مالي بې قاعدګیو پلټنې کوي. خو تر اوسه پر ډاکټر ریاض تنولي کوم جرم نه دی ثابت شوی او نه هم دا ثابته شوې چې ټولې یادې پیسې په غیرقانوني توګه لګول شوې دي.
صحت کارډ پلس د خېبر پښتونخوا هغه پروګرام دی چې له مخې یې د صوبې خلک په ټاکل شوو روغتونونو کي د علاج سهولت ترلاسه کوي. د حکومت د موجوده اعلانونو له مخې، دا پروګرام لا هم جاري دی او د بندېدو کوم نوی رسمي حکم نه دی اعلان شوی.
د صحت کارډ پلس ادارې هم په خپل رسمي اعلان کي ویلي چې په ټاکل شوو روغتونونو کي د وړیا داخلې او علاج سهولت جاري دی او د دې پروګرام د بندولو کومه تجویز تر غور لاندې نه ده.


شال نیوز