واشنګټن (شال نیوز) : امریکا، برتانیې، فرانسې، جرمني، اسټرالیا او لسګونو نورو هېوادونو په سوډان کي د خوراکي موادو د سخت کمښت او د قحطۍ د زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړي ګډ بیان کي له سوډاني پوځ او د چټک ملاتړ له ځواکونو غوښتل شوي چې د بشري مرستو د رسولو په لار کي خنډونه ختم کړي او مرستندویه ادارو ته اجازه ورکړي چې جګړه ځپلو سیمو ته خوراکي مواد او نورې ضروري مرستې ورسوي.

 

په بیان کي خبرداری ورکړل شوی چې که د خوراکي موادو د رسولو ستونزې هوارې نه شي، په راتلونکو میاشتو کي به د قحطۍ خطر نور هم زیات شي. ګډ بیان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په سوډان کي د لوږې د مخنیوي لپاره مالي مرستې زیاتې کړي.

 

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په سوډان کي د جګړې له امله له ۱۴ میلیونو زیات خلک له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي. د خوراکي خوندیتوب د نړیوالې څارنې د جون میاشتې په ارزونه کي ویل شوي وو چې شاوخوا ۵۱ لکه خلک له سختې لوږې سره مخ دي.

 

په سوډان کي د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو ترمنځ جګړه د ۲۰۲۳ کال په اپرېل کي پیل شوې وه. دې جګړې د هېواد په بېلابېلو برخو کي روغتیايي مرکزونه، بازارونه، کرنیزې چارې او د خوراکي موادو رسولو لارې سختې اغېزمنې کړې دي.

 

نړیوالې مرستندویه ادارې وايي چې د جګړې دوام، د خلکو بې ځایه کېدل او مرستو ته د لاسرسي محدودیتونه د سوډان بشري کړکېچ نور هم سختوي. تر اوسه د سوډان پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو د دې تازه ګډې غوښتنې په اړه ځواب نه دی څرګند شوی.