اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان په قومي اسمبلۍ کي د اپوزیشن مشر محمود خان اڅکزي د وزیراعظم شهباز شریف له خوا د خبرو بلنې منلو ته چمتووالی څرګند کړی دی.
د تحریک تحفظ آیین پاکستان ویاند اخونزاده حسین یوسفزي ویلي چې محمود خان اڅکزی د ملک د موجوده سیاسي کړکېچ د هواري لپاره وزیراعظم هاوس ته تلو او له شهباز شریف سره خبرو ته تیار دی.
د نوموړي په وینا، اپوزیشن د سنجیده او بامقصده مذاکراتو ملاتړ کوي او غواړي چې سیاسي اختلافات د خبرو له لارې حل شي.
اخونزاده حسین یوسفزي د اطلاعاتو پر وفاقي وزیر عطاالله تارړ هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې هغه د وړاندیز شوو خبرو له اساسي ټکو پوره خبر نه دی.
دا څرګندونې په داسې وخت کي شوې دي چې د خېبر پښتونخوا په ۱۲ ضلعو کي د ایمرجنسي له لګېدو وروسته د وفاقي حکومت او اپوزیشن ترمنځ سیاسي اختلافات زیات شوي دي.
تر اوسه د وزیراعظم شهباز شریف او محمود خان اڅکزي ترمنځ د ملاقات نېټه نه ده ټاکل شوې او نه هم د مذاکراتو د پیل رسمي اعلان شوی دی.
د اڅکزي له خوا د خبرو لپاره چمتووالی د حکومت او اپوزیشن ترمنځ د رابطو د بیا پیل امکان څرګندوي، خو دا لا نه ده معلومه چې دواړه خواوې به کله او پر کومو موضوعاتو خبرې کوي.


شال نیوز