خضدار (شال نیوز) : د بلوچستان د خضدار ضلعې په کرخ سیمه کي وسله والو د پولیسو د لوړپوړو افسرانو پر کاروان ډزې کړې چې درې پولیس اهلکار پکی ژوبل شوي دي. د مقامي رسنیو د راپورونو له مخې، د خضدار رېنج ډي آی جي عمران قریشي او د خضدار اېس اېس پي له برید څخه روغ وتلي دي.
راپورونه وايي چې دواړه افسران د کرخ د پولیسو پر تاڼه د تېرې ورځې د چاودنې د ځای له کتلو وروسته بېرته روان وو چې وسله والو پرې ډزې وکړې. پولیسو هم ځوابي ډزې کړې، خو بریدګر په تېښته بریالي شوي دي.
درې واړه ژوبل پولیس اهلکار روغتون ته رسول شوي دي، خو د هغوی د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی او پولیسو هم د بریدګرو د نیولو خبر نه دی ورکړی.


نعيم اچکزئي