اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان وفاقي حکومت د دواګانو د بیو د ټاکلو د موجودې طریقې د بیا کتنې لارښوونه کړې او ویلي یې دي چې د معقول دلیل پرته د دواګانو د بیو زیاتوالی د منلو وړ نه دی.
د اقتصادي چارو وفاقي وزیر احد چیمه د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، په اسلام اباد کي یوې غونډې ته وویل چې د پاکستان د دواګانو د څارنې اداره، ډریپ، دې د بیو د ټاکلو موجوده طریقه له سره وڅېړي او داسې نظام دې جوړ کړي چې د دواګانو بیې د کره معلوماتو او خپلواکو ارزونو پر بنیاد ټاکل کېږي.
نوموړي وویل چې د دواګانو د بیو د زیاتولو لپاره باید معقول دلیل موجود وي او د بیو د ټاکلو پر مهال دې په نړیوال بازار کي د دواګانو بیې هم په پام کي ونیول شي. د غونډې پر مهال د ډریپ چارواکو وویل چې د دواګانو د بیو د زیاتولو او بدلولو په اړه د پاتې درخواستونو ارزونه نږدې بشپړه شوې ده.
د دوا جوړوونکو شرکتونو د تنظیم استازو بیا غوښتنه وکړه چې د بیو د ټاکلو په پالیسي کي دې د دواګانو د جوړولو لګښتونه هم په پام کي ونیول شي. په پاکستان کي د دواګانو بیې د عامو خلکو، په ځانګړې توګه د هغو ناروغانو لپاره مهمه مسئله ده چې د اوږدمهاله ناروغیو له امله هره میاشت دواګانې اخلي.
د وفاقي حکومت له تازه لارښوونو سره سره تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د بیو د ټاکلو نوې طریقه به کله منظوره شي او ایا د دې پرېکړې له امله به د کومو دواګانو بیې کمې یا زیاتې شي. همداراز حکومت تر اوسه د هغو دواګانو نومونه نه دي اعلان کړي چې د بیو د بیا کتنې له پرېکړې به اغېزمنې شي.
د غونډې ګډونوالو ته دا هم وویل شول چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا سپارښتل شوي د زکام درې ډوله وایرسونو ضد واکسین په بازار کي په کافي اندازه موجود دي. ډریپ د دې واکسین د بیې د زیاتولو اړوند درخواست بېرته اخیستی دی.
بلخوا د پاکستان د دوا جوړوونکو شرکتونو د تنظیم مرستیال مشر عثمان شوکت ویلي چې دوی د حکومت له دې دریځ سره موافق دي چې دواګانې باید د خلکو د اخیستلو په وس کي وي، خو د تولید د لګښتونو زیاتوالی هم له پامه نه شي غورځېدای.
د هغه په وینا، د خامو موادو، بجلي، پیکنګ او ټرانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی ځینې شرکتونه اړ کوي چې د دواګانو تولید ودروي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د دواګانو کمښت ناروغان د ګرانو وارداتي دواګانو اخیستلو ته اړ کولای شي.
د دوا جوړوونکو تنظیم غوښتنه کړې چې د بیو په نوې پالیسي کي دې د تولید لګښتونو او د روپۍ د ارزښت بدلون ته هم پام وشي. د اکتوبر په ۲۴مه د موسمیاتي بدلون وفاقي وزیر ډاکټر مصدق ملک ویلي وو چې د ۵۲ دواګانو د بیو د ټاکلو وړاندیزونه څېړل شوي او په ځینو کي د حسابونو او د بیو د پرتله کولو تېروتنې موندل شوې دي.
د حکومت په وینا، د پاتې ارزونو له بشپړېدو وروسته به اړوند وړاندیزونه د منظورۍ لپاره وړاندې کېږي.


شال نیوز