واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د ټېکنالوژۍ لوی شرکت مایکروسافټ شاوخوا ۶۰ زره کارکوونکو ته د خپلې خوښې له مخې د نوکرۍ پرېښودو په بدل کي د مالي مراعاتو ورکولو پرېکړه کړې ده.

 

د شرکت د ویاند په وینا، دا وړاندیز به په امریکا، کاناډا، برتانیه او هند کي د ځینو څانګو کارکوونکو ته کېږي. په دې کي د مرستیال صدر تر عهدې پورې ځینې کارکوونکي هم شامل دي. خو د کمپیوټري مرکزونو، خرڅلاو او مارکیټنګ د ځینو څانګو کارکوونکي به له دې منصوبې بهر وي.

 

د مایکروسافټ د بشري وسایلو مشرې اېمي کولمن کارکوونکو ته په یوه پیغام کي ویلي چې شرکت غواړي د کار کولو طریقې بدلې کړي او کارکوونکو ته موقع ورکړي چې د خپل راتلونکي په اړه پخپله پرېکړه وکړي.

 

دا په روان کال کي دویم ځل دی چې مایکروسافټ کارکوونکو ته د نوکرۍ پرېښودو په بدل کي د پیسو وړاندیز کوي. مایکروسافټ د جون تر پایه په ټوله نړۍ کي شاوخوا دوه لکه او ۲۳ زره کارکوونکي لرل چې نږدې ۲۷ فیصده یې د نوي وړاندیز شرایط پوره کوي.

 

شرکت په داسې وخت کي د لګښتونو د کمولو هڅې کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا او کمپیوټري مرکزونو پر پراختیا اربونه ډالر لګوي. مایکروسافټ ویلي چې د نوکرۍ پرېښودل به د کارکوونکو په خپله خوښه وي او دا د ۶۰ زره کسانو د نوکریو ختمولو اعلان نه دی.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې څومره کارکوونکي به دغه وړاندیز ومني او د نوکرۍ پرېښودو په بدل کي به څومره پیسې ترلاسه کړي.