ممبۍ (شال نیوز) : د هند د ممبۍ پولیسو په یو رپورټ کښې انکشاف کړی دی چې د بالیووډ اداکار ټایګر شروف نه وړاندې وسلهوالو د فلمونو د مشهور اداکار عامر خان د په نښه کولو منصوبه جوړه کړې وه.
د هندي رسنیو ترمخه، پولیس د ټایګر شروف د په نښه کولو د ډزو د پېښې پلټنې کوي، چې په دوران کښې یې معلومه شوې ده چې مبینه برید کوونکو د عامر خان د کور درې ځله څارنه هم کړې وه.
د پولیسو د رپورټ ترمخه، برید کوونکو غوښتل چې اول عامر خان په نښه کړي، خو د فلم د شوټنګ په لړ کښې د هغه د پرلهپسې سفرونو له وجې په خپله منصوبه کښې کامیاب نه شول. له دې وروستو یې د ټایګر شروف د په نښه کولو منصوبه جوړه کړه.
د پولیسو په وینا، مبینه برید کوونکو ته د ټایګر شروف په نښه کول ځکه اسانه ښکارېدل چې هغه د ممبۍ په جوهو سیمه کښې په یو پارک کښې له څو اوونیو راهسې فوټبال لوبولو ته تلو. د ډزو پېښه هم د همدغه ځای سره نژدې شوې وه.
هندي رسنۍ د پولیسو د سرچینو له قوله وایي چې د عامر خان د په نښه کولو مبینه منصوبه د هغو ګواښونو سره تړل کېږي چې هغه ته د جولای په میاشت کښې ورکړل شوي وو. ویل کېږي چې دغه ګواښونه د لارنس بشنوئي ډلې له اړخه شوي وو، خو د دې خبرې خپلواکه تصدیق نه دی شوی.
بلخوا، پولیس شک کوي چې درې واړو مبینه برید کوونکو ته د پولیسو د عملیاتو په اړه سمدستي معلومات د هغوی ملګرو ورکول. د پولیسو په اند، دغو کسانو د معلوماتو د لېږلو لپاره د انټرنېټ له لارې د کوډ شویو غږیزو پیغامونو د لېږلو اپلېکېشنونه کارولي دي.
د ممبۍ پولیسو له خوا د دې پېښې په اړه پلټنې لا هم روانې دي.


شال نیوز