لنډي کوتل (شال نیوز) : د ضلع خېبر پریس کلب خبریالانو پرېکړه کړې چې د پریس کلب د ودانۍ ته د نقاب پوشو وسله والو کسانو د ننوتلو د پېښې تر سپینو پلټنو او د ذمه وارو کسانو پر ضد تر قانوني کارروایۍ پورې به د خېبر پولیسو د فعالیتونو او خبرونو بایکاټ کوي.
دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ په لنډي کوتل کي د ضلع خېبر پریس کلب په یوه بېړنۍ غونډه کي شوې چې مشري یې د پریس کلب صدر امان علي شینواري کوله. د غونډې ګډونوالو ویلي چې د پولیسو په وردۍ کي د نقاب پوشو کسانو پریس کلب ته ننوتل او له خبریالانو سره د هغوی مبینه چلند د اندېښنې وړ دی.
خبریالانو ویلي چې پریس کلب د صحافیانو خپلواکه اداره ده او په داسې ځایونو کي د وسله والو کسانو ننوتل د صحافت د ازادۍ او د خبریالانو د تحفظ په اړه پوښتنې راپورته کوي. دوی له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې چې د پېښې بې پرې او سپینې پلټنې وکړي، ذمه وار کسان معلوم کړي او د قانون مطابق ورسره چلند وکړي.
په غونډه کي دا غوښتنه هم شوې چې حکومت دې د خبریالانو د سر او مال تحفظ یقیني کړي او هغوی ته دې د ازادې خبریالۍ لپاره مناسب ماحول برابر کړي. د پریس کلب غړو ویلي چې د صحافت او د اظهار پر ازادۍ به هېڅ ډول بندیز ونه مني او د خپلو حقونو د تحفظ لپاره به قانوني او آئيني لارې اختیاروي.
د غونډې ګډونوالو د جمرود او باړې پریس کلبونو، خېبر یونین اف جرنلسټس، قبائل یونین اف جرنلسټس، ټرائبل جرنلسټس کونسل، سیاسي او سماجي مشرانو او نورو صحافتي تنظیمونو مننه کړې چې د پېښې غندنه یې کړې او له خبریالانو سره یې د ملاتړ څرګندونه کړې ده.
د پریس کلب صدر امان علي شینواري د اطلاعاتو سلاکار محمود جان بابر هم مننه کړې چې د پېښې په اړه یې غبرګون ښودلی او د خبریالانو د حقونو او د پریس کلب د تحفظ لپاره یې د مرستې ډاډ ورکړی دی.
په غونډه کي پرېکړه شوې چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ به د خبریالانو بله غونډه کېږي او د مشورې وروسته به د احتجاج او نورو ګامونو په اړه پرېکړه کوي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د پریس کلب خبریالانو ویلي وو چې د پولیسو په وردۍ کي نقاب پوش وسله وال کسان د شپې شاوخوا اووه نیمې بجې د پریس کلب ودانۍ ته ننوتلي وو. د پېښې پر وخت دوه خبریالان او یو ملازم هلته موجود وو.
تر اوسه د دغو کسانو شناخت او له پولیسو سره د هغوی تعلق په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی. د خېبر پولیسو رسمي دریځ هم په ورکړل شوو معلوماتو کي نه دی شامل.


شال نیوز