لکي مروت (شال نیوز) : د بنو ډویژن کمشنر نعیم الله خان په لکي مروت کې د سودخورانو د نیولو، د نشه يي موادو د خرڅوونکو پر ضد د کارروایۍ او د بندو سرکاري سکولونو د بېرته پرانیستلو حکم کړی دی.
نوموړي د لکي مروت د ډپټي کمشنر په دفتر کې یوې پرانیستې کچرۍ ته ویلي چې راتلونکې میاشت به په ضلعه کې د ځوانانو لپاره د لوبو مېله هم جوړېږي.
په دې کچرۍ کې د ضلعې بېلابېلو سیمو قومي مشرانو د تعلیم، صحت، بجلي، څښاک اوبو، سړکونو، پلونو او امنيت په اړه خپلې ستونزې وړاندې کړې. ګډونوالو د لکي مروت کېډټ کالج د پاتې کار د بشپړولو او د نشه يي موادو د خرڅلاو د مخنیوي غوښتنې هم وکړې.
کمشنر نعیم الله خان وویل چې په ضلعه کې باید هېڅ سرکاري سکول بند پاتې نه شي او د تعلیم محکمې چارواکي دې د بندو سکولونو د پرانیستلو لپاره ګامونه واخلي. هغه پولیسو ته د سودخورانو او نشه يي موادو د خرڅوونکو پر ضد د کارروایۍ لارښوونه هم وکړه.
کمشنر د لکي مروت ډپټي کمشنر شاهد رفیق ته وویل چې د خلکو هغه ستونزې دې سمدستي حل کړي چې د ضلعي انتظامیې په واک کې دي او نور شکایتونه دې اړوندو محکمو ته ولېږي.
په غونډه کې د ډپټي کمشنر شاهد رفیق او د پولیسو د پلټنو د مشر شیر حسن ترڅنګ د غړو ملک نجیب الله خان، مولانا عمر بېټني او ادریس خان هم ګډون کړی و.
د مروت قومي جرګې مشر انجینر امیرنواز خان، د رڼا جرګې مشر هدایت الله خان عیسک خېل، د موسیٰ خېل جرګې مشر ملک علي سرور خان، نصیر محمد خان میدادخېل او یو شمېر نور قومي مشران هم په کچرۍ کې موجود وو.
کمشنر وویل چې د نومبر په میاشت کې به د لوبو مېله جوړه شي، څو ځوانانو ته د سپورټ موقعې برابرې شي.


غلام اکبر مروت