لاهور (شال نیوز) : د پنجاب حکومت د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د بنسټګر او پخواني وزيراعظم عمران خان د خویندو، علیمه خان، عظمی خان او نورین نیازي، نظر بندي د نورو ۳۰ ورځو لپاره غځولې ده.

 

د لاهور های کورټ یوې قاضي، عبهر ګل خان، د عمران خان د خویندو د خوشې کولو په موخه د ثبت شوې درخواست اورېدنه کړې ده. د اورېدنې پر مهال د پنجاب د کورنیو چارو سېکرټرۍ او د کوټ لکهپت جيل مشر هم محکمې ته حاضر شوي وو.

 

محکمې ته د پنجاب د کورنیو چارو سېکرټرۍ په سپارل شوي راپور کې ویل شوي چې د درې واړو ښځو د نظر بندۍ موده د نورو ۳۰ ورځو لپاره غځول شوې ده.

 

د حکومتي وکیل په وینا، د لاهور مرستیال کمشنر د درې واړو ښځو د نظر بندۍ د مودې د بیا غځولو وړاندیز د پنجاب حکومت ته لېږلی و او حکومت د اکتوبر پر اوومه د دې پرېکړې منظوري ورکړې وه.

 

د اورېدنې پر مهال قاضي د درخواست د ورکوونکي وکیل ته وویل چې د نظر بندۍ خبرتیا د مرستیال کمشنر له خوا صادره شوې، خو هغه په خپل درخواست کې مرستیال کمشنر د قضیې اړخ نه دی ګرځولی.

 

قاضي زیاته کړه چې محکمه د درخواست له حدودو بهر د کوم حکم صادرولو واک نه لري. وروسته محکمې د کورنیو چارو د سېکرټرۍ د راپور په رڼا کې درخواست پای ته ورساوه.