پېښور (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا پولیسو په ټولنیزو رسنیو کې د نامناسبو الفاظو کارولو، ښکنځلو او له اخلاقي حدودو د سرغړونې په تور د کسانو پرضد عملیات چټک کړي دي. په همدې لړ کې د پېښور د ګلبهار پولیسو د عملیاتو پر مهال د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی، شاهسوار نیولی دی.

 

د پولیسو د ویاند په وینا، پر سندرغاړي شاهسوار تور دی چې د ټولنیزو رسنیو په بېلابېلو پاڼو کې یې په دوامداره توګه نامناسب الفاظ کارولي، ښکنځلې یې کړې او له اخلاقي اصولو یې سرغړونه کړې ده.

 

د پولیسو په وینا، د خلکو او د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو د شکایتونو په پایله کې د ګلبهار پولیسو ځانګړي عملیات ترسره کړي او یاد سندرغاړی یې نیولی دی. د پېښور د پولیسو ویاند ویلي، له قانون څخه سرغړونه په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، که هغه یو عادي وګړی وي او که مشهوره څېره.

 

نوموړي ټینګار کړی چې قانون د ټولو لپاره یو شان دی او هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې له ټولنیزو رسنیو څخه د ښکنځلو، سپکاوي او نامناسب چلند لپاره ګټه واخلي.

 

د پولیسو چارواکو ټولو وګړو، په ځانګړي ډول اغېزناکو او د هنري نړۍ مشهورو څېرو ته خبرداری ورکړی چې ټولنیزې رسنۍ دې په مسوولانه توګه وکاروي او د خبرو پر مهال دې اخلاقي اصول او درناوی مراعات کړي.

 

پولیسو خبرداری ورکړی چې د سایبري جرمونو او په ټولنیزو رسنیو کې د اخلاقي اصولو د سرغړونو په تړاو به له ښکېلو کسانو سره له توپیر پرته قانوني چلند دوام ولري.