اسلام اباد (شال نیوز) : د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیم الرحمان وفاقي حکومت ته خبرداری ورکړی چې که پر پټرولو او ډیزلو لګېدلی ټیکس ختم نه کړي، نو د نومبر په منځنۍ برخه کي به د اسلام اباد په لور لوی احتجاجي لاریون وکړي.
حافظ نعیم الرحمان د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، یوې پریس کانفرنس ته وویل چې جماعت اسلامي له تېرو دوو میاشتو راهیسې د تېلو د ټیکس د کمولو غوښتنه کوي، خو حکومت تر اوسه په دې اړه کوم عملي ګام نه دی اخیستی.
د نوموړي په وینا، وفاقي حکومت پر یو لیټر پټرولو ۱۱۴ روپۍ او پر یو لیټر ډیزلو ۱۰۰ روپۍ ټیکس اخلي چې له امله یې د عامو خلکو مالي مشکلات زیات شوي دي.
هغه وویل چې د تېلو لوړو بیو نه یوازې د ټرانسپورټ کرایې زیاتې کړې دي، بلکې د خوراکي توکو او د ورځني استعمال د نورو ضروري شیانو پر بیو یې هم اثر کړی دی.
د جماعت اسلامي مشر وویل چې دوی له حکومت سره خبرو ته تیار دي، خو یوازې ملاقاتونه او وعدې د خلکو ستونزې نه شي هوارولی. حافظ نعیم الرحمان زیاته کړه چې وفاقي وزیرانو له جماعت اسلامي سره رابطې کړې دي او له وزیراعظم شهباز شریف سره د ملاقات خبره هم شوې ده.
د جماعت اسلامي په وینا، وفاقي وزیر احسن اقبال او د وزیراعظم ځانګړي مرستیال رانا ثناءالله د جماعت اسلامي له مرستیال مشر لیاقت بلوچ سره خبرې کړې دي.
نوموړي وویل چې که وفاقي حکومت د تېلو د ټیکس د ختمولو یا کمولو لپاره عملي ګامونه پورته نه کړي، نو جماعت اسلامي به د نومبر په منځنۍ برخه کي د اسلام اباد په لور احتجاجي لاریون پیل کړي.
تر اوسه وفاقي حکومت د جماعت اسلامي د دې تازه خبرداري په اړه څه نه دي ویلي. جماعت اسلامي د احتجاج لپاره د نومبر منځنۍ برخه اعلان کړې، خو د لاریون کره نېټه یې لا نه ده ټاکلې.


شال نیوز