اورکزي (شال نیوز) : په اورکزو ضلعه کي د بندیانو لپاره درې ورځنۍ سپورټي مقابلې ترسره شوې چې پکی بندیانو د والی بال، بېډمنټن، غشي ویشتلو، تاش او نورو لوبو کي برخه واخیسته.
دا مقابلې د اورکزۍ د ډپټي کمشنر په ځانګړو هدایاتو د سپورټس محکمې او د جېل انتظامیې په ګډه همکارۍ د اورکزۍ په سب جېل کي جوړې شوې وې.
د جېل سپرنټنډنټ ابرار داوړ او سپورټس افسر اعوان حسین په نګرانۍ کي د درې ورځو په دوران د بندیانو ترمنځ بېلابېلې مقابلې وشوې.
د جېل سپرنټنډنټ ابرار داوړ وویل چې د دې لوبو مقصد بندیانو ته د ذهني فشار نه د خلاصون موقع ورکول او په هغوی کي د نظم، زغم او یو بل سره د همکارۍ جذبه پیدا کول دي.
هغه وویل چې د داسې پروګرامونو له لارې غواړي جېلونه یوازې د بند ساتلو ځایونه نه، بلکې د بندیانو د اصلاح او تربیې مرکزونه هم وګرځي. د سپورټي مقابلو په پای کي هغو بندیانو ته ټرافۍ ورکړل شوې چې په لوبو کي یې ښه کارکردګي ښودلې وه.
د جېل انتظامیه وايي چې دا ډول فعالیتونه د بندیانو د جسماني او ذهني صحت لپاره ګټور دي او هغوی ته د خپل وخت د مثبت تېرولو موقع برابروي.


شال نیوز