پیرس (شال نیوز) : د افغانستان د تېر جمهوري نظام تر سقوط مخکې د کابل د بېلابېلو خصوصي ټلوېزیونونو ویانده، ګلالۍ کریمي، چې فرانسې ته تللې، او هلته د موډلېنګ او سینما په برخو کې فعالیت کوي، په خپلو تازه څرګندونو کې د واده، افغان ځوانانو او خپل راتلونکي ژوند په اړه څرګندونې کړې دي.
هغې ویلي، افغان ځوانان ښایسته دي، خو نه غواړي له افغان سره واده وکړي او بهرني ځوان ته ترجیح ورکوي.
کریمي وايي:
“د اوس لپاره بوختیاوې مې ډېرې دي او واده ته چمتووالی نه لرم. افغان هلکان ښایسته دي، ښایست لري. زما د کورنۍ هلکان لوړ قدونه، ښایسته سترګې او ښایسته ځوانۍ لري، هغوی هم افغانان دي. ټول افغانان ښایسته دي، خو زه له افغان سره واده نه کوم، له بهرني سره واده کوم. زما ستونزه دا ده چې وېرېږم.”
نوموړې، چې په فرانسه کې د موډلینګ ترڅنګ په سینمايي فعالیتونو بوخته ده او کله ناکله په نیمه بربنډو جامو کې هم راڅرګندېږي، ویلي چې اوسمهال ډېرې بوختیاوې لري او واده ته چمتو نه ده.
دغې پخوانۍ ټلوېزیوني ویاندې د واده لپاره د افغان کورنیو له لوري د وړاندیزونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې ځینو کورنیو ورسره اړیکې نیولې دي.
د هغې په وینا:
“زما له کورنۍ سره اړیکې نیول شوې او ویلي یې دي چې ګلالۍ هر څه وغواړي، موږ ستونزه نه لرو، ازادي ورکوو او زموږ د کور ناوې دې شي، خو کله چې راته د کور ناوې وايي، زړه مې بل رنګ شي.”
ګلالۍ کریمي که څه هم له افغان ځوان سره د واده کولو مخالفت څرګند کړی، خو په خپلو خبرو کې یې په مشخص ډول نه دي ویلي چې له افغان سره د واده کولو وېره یې له کومو لاملونو سرچینه اخلي.
نوموړې اوس په فرانسه کې خپل هنري فعالیتونه پرمخ وړي او د خپلو څرګندونو له مخې، د ژوند په اوسني پړاو کې یې لومړیتوب کار او مسلکي بوختیاوې دي، نه واده.


شال نیوز