ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د معدنیاتو مشیر ډاکټر سید سرفراز علي شاه په ډېره اسماعیل خان کي د امنیتي ځواکونو د عملیاتو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د وسله والو پر ضد جګړه به تر هغې روانه وي، تر څو په بشپړه توګه ختم شوي نه وي.

 

د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، په یوه بیان کي نوموړي ویلي چې په دغو عملیاتو کي د شپږو وسله والو وژل کېدل د امنیتي ځواکونو د مسلکي وړتیا او مېړانې څرګندونه کوي.

 

هغه په عملیاتو کي د نائب حوالدار غلام مرتضیٰ او سپاهي تاثیر احمد پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د هغوی له کورنیو سره یې غمرازي کړې ده.

 

ډاکټر سید سرفراز علي شاه ویلي چې د امنیتي ځواکونو قربانۍ به بې ځایه نه ځي او د پاکستان ولس د وسله والو پر ضد جګړه کي د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دی. نوموړي زیاته کړې چې حکومت د وسله والو د فعالیتونو د ختمولو لپاره د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

 

د دغو عملیاتو د دقیق ځای، وخت او د وژل شوو وسله والو د پېژندګلوۍ په اړه په ورکړل شوي بیان کي نور معلومات نه دي وړاندې شوي.