راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان د پوځ پخوانی مشر جنرل عبدالوحید کاکړ د دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۶مه، په راولپنډۍ کي وفات شوی دی.

 

د پوځ مطبوعاتي څانګې، آی اېس پي آر، د نوموړي مړینه تایید کړې ده. د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر او نورو پوځي چارواکو د هغه په مړینه خواشیني څرګنده کړې او له کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

 

جنرل عبدالوحید کاکړ د ۱۹۹۳م کال د جنورۍ له ۱۲مې د ۱۹۹۶م کال د جنورۍ تر ۱۲مې پورې د پاکستان د پوځ مشر و.

 

نوموړی د پاکستان په سیاسي تاریخ کي د ۱۹۹۳م کال د کړکېچ له امله هم پېژندل کېږي. په هغه وخت کي د وزیراعظم نواز شریف او ولسمشر غلام اسحاق خان ترمنځ اختلافات زیات شوي وو.

 

جنرل کاکړ د دواړو ترمنځ په سیاسي جوړجاړي کي مهم رول ولوباوه چې په نتیجه کي یې ولسمشر او وزیراعظم دواړو استعفاوې ورکړې او د نویو انتخاباتو لار هواره شوه.

 

د جنرل کاکړ په اړه دا هم ویل کېږي چې هغه د خپل پوځي خدمت له ختمېدو وروسته د نورې مودې لپاره د آرمي چیف په عهده پاتې کېدو ته غاړه نه وه ایښې.

 

ولسمشر آصف علي زرداري هم د نوموړي په مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه له کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

 

د جنازې په اړه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، د جنرل عبدالوحید کاکړ د جنازې لمونځ نن مازیګر څلور نیمې بجې د راولپنډۍ په رېس کورس پوځي هدیره کي ټاکل شوی دی.