کوهاټ (شال نیوز) : د کوهاټ پولیسو ویلي چې په بېلابېلو عملیاتو کي یې د وسلو او نشه يي موادو د لرلو په تور اووه کسان نیولي دي. د پولیسو په وینا، د جنګل خېل تاڼې په حدودو کي د لټون د عملیاتو پر مهال پنځه مشکوک کسان نیول شوي او د ۱۸ نورو کسانو شناخت معلوم شوی دی.
پولیس وايي چې په دغو عملیاتو کي یې دوه کلاشنکوفونه، یوه تومانچه، ۱۸۵ کارتوس، اووه مېګزینونه او ۴۸۳ ګرامه آئس ترلاسه کړي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې، په یوه بله کارروایي کي د خېبر ضلعې د باړې د شلوبر سیمې دوه اوسېدونکي، احمد او افنان، د دوو کیلو چرسو د لرلو په تور نیول شوي دي.
پولیسو ویلي چې د دغو عملیاتو په تړاو یې درې مقدمې درج کړې او د نیول شوو کسانو څخه پلټنې روانې دي. د نیول شوو کسانو او ترلاسه شوو وسلو او نشه يي موادو په اړه معلومات د پولیسو له خوا ورکړل شوي دي. د دغو کسانو خلاف تورونه لا په عدالت کي نه دي ثابت شوي.


شال نیوز