تورغر (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د تورغر ضلعې اوسېدونکي وايي چې د غرونو د ښویېدو او د کاڼو د راغورځېدو له امله د میرا ـ ګودر سړک په بېلابېلو برخو کي خراب شوی او د ګاډو تګ راتګ یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

 

د مقامي خلکو په وینا، د سړک ځینې برخې لاندې ناستې دي او په یو شمېر ځایونو کي لوی کاڼي پراته دي، چې له امله یې د ګاډو د تېرېدو پر مهال د حادثو خطر زیات شوی دی.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دغه سړک د سلګونو کورنیو د تګ راتګ مهمه لاره ده. د ناروغانو روغتونونو ته وړل، د ماشومانو سکولونو ته تګ او د ورځنیو ضرورتونو د سامان رسولو لپاره هم له همدې لارې استفاده کېږي.

 

مقامي خلکو له ضلعي انتظامیې او د مواصلاتو او تعمیراتو له محکمې غوښتي چې د سړک خرابې برخې ژر تر ژره ورغوي او پر لاره پراته کاڼي لرې کړي. د سړک د مرمت د کار د پیل په اړه د ضلعي انتظامیې تازه دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.