مري (شال نیوز) : د پنجاب په مري سیمه کي له واده د ستنېدونکو کسانو یو ګاډی ژورې کندې ته لوېدلی چې له امله یې د یوې کورنۍ اووه کسان مړه شوي دي.

 

د ریسکیو ادارې د چارواکو په وینا، دا پېښه د مري په بړوها لنک روډ شوې ده. ګاډی کندې ته له لوېدو وروسته اور اخیستی او اووه کسان پکی په ځای مړه شوي دي. چارواکي وايي، په مړو شویو کسانو کي درې ماشومان او دوه ښځې هم شاملې دي.

 

د ریسکیو ادارې په وینا، په ګاډي کي د یوې کورنۍ ۱۴ کسان سپاره وو چې په یوه نږدې کلي کي له واده د ګډون وروسته خپلو کورونو ته ستنېدل. تر اوسه د پاتې اووه کسانو د روغتیايي حالت او د پېښې د اصلي علت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.