نوښار (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا پخواني اعلا وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند پخواني مشر پرويز خټک ادعا کړې چې پي ټي اېي غوښتل له طالبانو او افغانستانه ملاتړ وکړي. نوموړي دا څرګندونې په نوښار کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
پرويز خټک د خیبر پښتونخوا له ګورنر فیصل کریم کنډي سره تر لیدنې وروسته ویلي، چې له هغه سره یې د صوبې پر بېلابېلو ستونزو تفصیلي خبرې کړې دي.
نوموړي ویلي، له فیصل کریم کنډي سره یې له پخوا اړیکې دي او د خپلې واکمنۍ پر مهال یې د اپوزېسیون له ګوندونو سره په ګډه د صوبې د پرمختګ لپاره کار کاوه. د هغه په وینا، په خپل حکومت کې پیل شوې پروژې باید نورې هم پر مخ یووړل شي.
پرويز خټک ویلي، دا مهال له کوم سیاسي ګوند سره تړاو نه لري او په بل ګوند کې د شاملېدو اراده هم نه لري.
هغه د خیبر پښتونخوا د ګورنر د واکمنۍ د پلي کېدو په اړه ویلي، چې دا یوه سخته پرېکړه وه او له سیاسي پلوه داسې پرېکړې ښې پایلې نه لري؛ خو د ده په وینا، حالات داسې جوړ شول چې د ګورنر واکمني یې اړینه کړه.
نوموړي پر پاکستان تحریک انصاف نیوکه کړې او ویلي یې دي، که په دغه ګوند کې د حالاتو د ارزونې وړ کسان وای، نو د ده په باور، د ګورنر واکمني به نه وه پلي شوې.
بل لور ته، د خیبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي ویلي، له بېلابېلو سیاسي مشرانو سره د لیدنو موخه د صوبې د ستونزو د حل لپاره له وفاقي حکومت سره د خبرو او مشورې لارې موندل دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د وزیراعظم شهباز شریف د پېښور د سفر پر مهال د اپېکس کمېټې یوه مهمه غونډه وشوه، چې پکې د صوبې پر بېلابېلو ستونزو خبرې وشوې او د حل لپاره یې د ګامونو اخیستو هڅې وشوې.


شال نیوز