بنو (شال نیوز) : د بنو ضلعي انتظامیه وايي چې د پاکستان رېلوې ۱۲ کناله او ۱۵ مرلې سرکاري زمکه یې له غیرقانوني قبضو خلاصه کړې، چې مالیت یې شاوخوا دوه اربه او ۲۵ کروړه روپۍ ښودل شوی دی.

 

د انتظامیې په وینا، دا کارروایي د بنو ډپټي کمشنر ضیاء الرحمان په هدایاتو د اسسټنټ کمشنر هېډکوارټر الله نواز او اېډیشنل اسسټنټ کمشنر اخلاص سلیم په مشرۍ شوې ده.

 

چارواکي وايي، په بنو کي یې د سرکاري زمکو د غیرقانوني قبضو ختمولو لپاره کارروایانې تېزې کړې دي او هڅه کوي چې د حکومت ملکیتونه له قبضه کوونکو خوندي وساتي. ډپټي کمشنر ضیاء الرحمان ویلي چې د سرکاري زمکو او جایدادونو د خوندي ساتلو لپاره به له توپیر پرته کارروایانې روانې وي.

 

نوموړي هغو کسانو ته چې پر سرکاري زمکو یې قبضې کړې دي، خبرداری ورکړی چې په خپله دې قبضې ختمې کړي، ګنې انتظامیه به د محکمه مال د ریکارډ له مخې زمکې په نښه کړي او قانوني کارروایي به وکړي. ضلعي انتظامیې له خلکو غوښتي چې د سرکاري زمکو په خالي کولو کي ورسره مرسته وکړي.

 

د انتظامیې له خوا تر اوسه دا نه دي ویل شوي چې په دې کارروایۍ کي څومره غیرقانوني ودانۍ یا قبضې ختمې شوې او ایا څوک نیول شوي هم دي که نه.