اسلام اباد (شال نیوز) : د اسلام اباد پولیس وايي، دوه افغانان چې د غلا په یوه مقدمه کې نیول شوي وو، د شهزاد ټاؤن په سیمه کې د ډزو پر مهال وژل شوي دي. د پولیسو د ویاند په وینا، عبدالله او ملهای خان نومي کسان د یوې ښځې د موبایل تښتولو او پر هغې د حملې په تور نیول شوي وو.

 

پولیس وايي، دواړه نیول شوي کسان یې د راول ټاؤن ترڅنګ یوې سیمې ته د غلا شوي سامان د ترلاسه کولو او د هغوی د نورو ملګرو د نیولو لپاره بیولي وو، چې په دغه وخت کې څلورو وسله والو پرې ډزې وکړې.

 

د پولیسو په وینا، په ډزو کې دواړه نیول شوي کسان سخت ژوبل شول او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه. پولیسو ویلي چې د دوی اهلکارو حفاظتي واسکټونه اغوستي وو او په پېښه کې ورته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 

د پولیسو د بیان له مخې، حمله کوونکي له ډزو وروسته تښتېدلي او د هغوی د نیولو هڅې روانې دي.

پولیس وايي چې دواړه وژل شوي کسان د افغانستان وګړي وو. تر اوسه دا نه ده معلومه شوې چې پر پولیسو ډزې کوونکي څوک وو او له وژل شوو کسانو سره یې څه اړیکه لرله.

 

د پېښې په اړه د پولیسو له بیان پرته د خپلواکو شاهدانو معلومات، د مړو د طبي معاینې راپور او د وژل شوو کسانو د کورنیو دریځ نه دی ترلاسه شوی. د ډزو د څرنګوالي او د دواړو نیول شوو افغانانو د وژل کېدو په اړه د پولیسو څرګندونې لا په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.