نایجیریا (شال نیوز) : د نایجیریا په ترابا ایالت کي پر یوه کلي د وسله والو په برید کي د لږ تر لږه ۴۰ کسانو له وژل کېدو وروسته پولیسو او پوځ سیمې ته اضافي ځواکونه لېږلي دي. دا برید د جمعې په ورځ، د اکتوبر په ۲۳مه، د کریم لامیدو سیمې په بناري کلي شوی و.

 

د بخښنې نړیوال سازمان، ایمنسټي انټرنېشنل، ویلي چې په برید کي لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي دي. پولیسو په لومړي سر کي د لسو کسانو مړي موندلي وو، خو وروسته د نورو مړو د موندلو خبر ورکړل شو.

 

د پولیسو ویاند ویکټر مشېلیزا ویلي چې د برید کوونکو د نیولو او د نورو بریدونو د مخنیوي لپاره د پولیسو، پوځ او نورو امنیتي ادارو ګډ ځواکونه سیمې ته لېږل شوي دي.

 

مقامي اوسېدونکو ویلي چې وسله وال د جمعې له لمانځه وروسته پر موټرسایکلونو کلي ته ورغلي وو. هغوی پر خلکو ډزې کړې، کورونو او دوکانونو ته یې اور اچولی او خوراکي توکي او نور سامانونه یې لوټ کړي دي.

 

د کلي یوه مشر ویلي چې برید کوونکي پر شاوخوا ۵۰ موټرسایکلونو راغلي وو او پر هر موټرسایکل دوه کسان سپاره وو. د برید له امله ګڼ شمېر خلک له خپلو کورونو تښتېدلي او په ګاونډیو سیمو کي یې پناه اخیستې ده.

 

ځینو اوسېدونکو ویلي چې لا هم د خپلو ورکو خپلوانو په لټه کي دي او وېره لري چې د وژل شوو کسانو شمېر نور هم زیات شي. مقامي سرچینو ویلي چې برید کوونکي ښايي له ګاونډي پلېټو ایالت څخه راغلي وي، خو پولیسو تر اوسه د هغوی پېژندګلوي نه ده څرګنده کړې.

 

د ترابا ایالت والي اګبو کیفاس برید غندلی او امنیتي ادارو ته یې ویلي چې برید کوونکي ونیسي او عدالت ته یې وړاندې کړي. د بخښنې نړیوال سازمان د نایجیریا پر حکومت نیوکه کړې چې په شمالي سیمو کي د کلیو د اوسېدونکو په ساتنه کي پاتې راغلی دی.

 

د نایجیریا په شمالي سیمو کي وسله والې ډلې له تېرو څو کلونو راهیسې پر کلیو بریدونه کوي، خلک د پیسو لپاره تښتوي او د هغوی مالونه او څاروي لوټوي. تر اوسه کومې ډلې د بناري د برید ذمه واري نه ده منلې او د برید په تړاو د چا د نیول کېدو خبر هم نه دی ورکړل شوی.