خار (شال نیوز) : د باجوړ ضلعي انتظامیې د پولیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د هغو کارکوونکو، پولیسو او د صحت محکمې د اهلکارو خدمتونه ستایلي چې په ضلعه کي د ماشومانو د پولیو د مخنیوي په کمپاینونو کي برخه اخلي.

 

په دې لړ کي د باجوړ د ډپټي کمشنر عدنان فرید افریدي په مشرۍ د هغه په دفتر کي یوه غونډه شوې چې پکی د ضلعي انتظامیې افسرانو، د صحت محکمې استازو، پولیسو، تحصیلدارانو او د پولیو د مخنیوي کارکوونکو ګډون کړی دی.

 

ډپټي کمشنر عدنان فرید افریدي غونډې ته ویلي چې د پولیو د ناروغۍ د ختمولو لپاره د صحت محکمې، پولیسو او مقامي خلکو ترمنځ ګډ کار ضروري دی.

 

نوموړي د هغو کارکوونکو خدمتونه په ځانګړي ډول ستایلي چې له امنیتي ستونزو او نورو مشکلاتو سره سره کور په کور ګرځي او ماشومانو ته د پولیو د مخنیوي څاڅکي ورکوي.

 

د باجوړ په ګډون د خېبر پښتونخوا په یو شمېر ضلعو کي د پولیو کمپاینونه له امنیتي ستونزو او د ځینو کورنیو له انکار سره مخ شوي دي. په ځینو سیمو کي د واکسین د کارکوونکو د حفاظت لپاره پولیس هم ورسره ځي.

 

د صحت محکمې چارواکي وايي چې د پولیو د ناروغۍ د مخنیوي لپاره ضروري ده چې له پنځو کلونو کم عمره ټولو ماشومانو ته د هر کمپاین پر مهال د پولیو څاڅکي ورکړل شي.

 

په غونډه کي د پولیو د کارکوونکو ترڅنګ د هغو پولیس اهلکارو خدمتونه هم وستایل شول چې د واکسین د ډلو د حفاظت ذمه واري ترسره کوي.

 

خو ضلعي انتظامیې په دغو مراسمو کي دا نه دي ویلي چې په باجوړ کي دا مهال څومره ماشومان د پولیو له څاڅکو پاتې دي او څومره کورنۍ خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو نه انکار کوي.

 

د پولیو نړیواله ورځ هر کال د اکتوبر په ۲۴مه لمانځل کېږي. د دې ورځې مقصد د پولیو د ناروغۍ په اړه د خلکو خبرول او د ماشومانو د واکسین کولو اهمیت څرګندول دي.