خار (شال نیوز) : د باجوړ ضلعې د ماموندو په سیمه کي نامعلومو وسله والو د جمعیت علماء اسلام فضل الرحمان ډلې یو کارکن په ډزو وژلی دی. پولیس وايي چې وژل شوی کس رحیم الله نومېده او د ماموندو د کڅ سیمې اوسېدونکی و.

 

د پولیسو په وینا، رحیم الله د جمعې په شپه خپل کور ته روان و چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې. نوموړی په ډزو ژوبل شوی و او وروسته د خار په ضلعي روغتون کي مړ شو.

 

پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې د حمله کوونکو د پېژندګلو یا نیولو په اړه څه نه دي ویلي. د رحیم الله د وژنې ذمه واري هم تر اوسه چا نه ده منلې.

 

دا پېښه په داسې وخت کي شوې چې د باجوړ په بېلابېلو سیمو کي د امنیت د خرابېدو په اړه اندېښنې موجودې دي. تر اوسه دا نه ده معلومه چې رحیم الله د سیاسي فعالیتونو له امله په نخښه شوی او که د پېښې تر شا بل علت موجود و.