اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ادارې د ماشومانو د جنسي ځورونې د ویډیوګانو د جوړولو، بلیک مېل کولو او په پاکستان او بهرنیو هېوادونو کي د خرڅولو په تور څلور کسان نیولي دي.

 

د ادارې د اسلام اباد څانګې ایډیشنل ډائریکټر محمد شعیب خان د اکتوبر په ۲۳مه یوې خبري غونډې ته وویل چې نیول شوي کسان د یوې داسې ډلې غړي دي چې له شپږو تر څوارلسو کلونو پورې عمر لرونکي ماشومان یې د سوشل میډیا له لارې په نښه کول.

 

د هغه په وینا، دې کسانو به لومړی په انسټاګرام او نورو سوشل میډیا پاڼو له ماشومانو سره ملګرتیا کوله او بیا به یې د پیسو، ډالیو، موبایل کارډونو او انټرنېټ پیکیجونو په ورکولو د هغوی باور ترلاسه کاوه.

 

محمد شعیب خان وویل، کله به چې ماشومانو پر دغو کسانو باور وکړ، نو هغوی به ورسره مخامخ کېدل او د جنسي ځورونې ویډیوګانې به یې ترې جوړولې.

 

د چارواکو په وینا، تورنو کسانو به وروسته ماشومان د همدغو ویډیوګانو په خپرولو ګواښل او پر هغوی به یې فشار اچاوه چې نور ماشومان هم ورسره ملګري کړي.

 

د پلټنو ادارې ویلي چې د دې ډلې له خوا جوړې شوې ویډیوګانې به د واټس اېپ د مختلفو ګروپونو له لارې په پاکستان او بهرنیو هېوادونو کي خرڅېدلې.

 

د ایډیشنل ډائریکټر وویل چې د پېښې پلټنې هغه وخت پیل شوې کله چې پلټونکو د یوه ماشوم له موبایل ټیلیفون څخه د ماشومانو د جنسي ځورونې شاوخوا ۵۰ تر ۶۰ ویډیوګانې ترلاسه کړې.

 

د دغو ویډیوګانو له پلټنو وروسته لومړی یو تن ونیول شو او بیا د نورو معلوماتو په ترلاسه کېدو درې نور کسان هم ونیول شول. چارواکي وايي، د دې ډلې د نورو ممکنه ملګرو او د ویډیوګانو د اخیستونکو په اړه هم پلټنې روانې دي.

 

د پلټنو ادارې دا هم ویلي چې په مختلفو ښارونو کي د واټس اېپ داسې ګروپونه موجود وو چې د ماشومانو د جنسي ځورونې ویډیوګانې پکی شریکېدلې او خرڅېدلې.

 

خو ادارې تر اوسه دا نه دي ویلي چې د دې ډلې له خوا ټول څومره ماشومان ځورول شوي، څومره پیسې یې ترلاسه کړې او په کومو بهرنیو هېوادونو کي یې ویډیوګانې خرڅې کړې دي.

 

د نیول شوو څلورو کسانو نومونه او د هغوی پر ضد د درج شوې مقدمې بشپړ تفصیل هم نه دی څرګند شوی. د چارواکو له مور او پلار غوښتنه کړې چې د خپلو ماشومانو د سوشل میډیا پر استعمال نظر وساتي او هغوی د نااشنا کسانو له خوا د پیسو او ډالیو په ورکولو له ممکنه خطرونو خبر کړي.

 

په همدې خبري غونډه کي محمد شعیب خان وویل چې ادارې د انټرنېټي درغلیو پر ضد په نورو کارروایو کي هم سلګونه کسان نیولي دي.

 

د هغه په وینا، په ټول پاکستان کي پر غیرقانوني کال سېنټرونو د چاپو پر مهال ۴۷۳ بهرني وګړي نیول شوي چې تور پرې دی د بېلابېلو هېوادونو د بینکونو د استازو په نوم یې له خلکو پیسې اخیستې.

 

نوموړي زیاته کړه چې په تېره یوه هفته کي د انټرنېټ له لارې د خلکو د ځورولو په مقدمو کي ۲۲ نور کسان هم نیول شوي دي.

 

د پاکستان د انټرنېټي جرمونو د پلټنو ادارې د اکتوبر په ۱۰مه د مصنوعي ځیرکتیا یا AI له نړیوالو ادارو سره د همکارۍ تړونونه هم کړي وو، چې مقصد یې د ماشومانو د انټرنېټ له لارې د جنسي ځورونې د پېښو معلومول او پلټنې پیاوړې کول دي.

 

د اکتوبر په ۲۰مه د لاهور چارواکو هم ویلي وو چې د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته یې په ګوجرانواله کي یو داسې تن معلوم او نیولی چې تور پرې دی د بهر مېشتو کم عمره ماشومانو د جنسي ځورونې او بلیک مېل کولو په پېښو کي لاس لري.

 

خو چارواکو دا نه دي روښانه کړي چې د اسلام اباد د څلورو کسانو د نیولو په همدې مقدمه کي مصنوعي ځیرکتیا څومره استعمال شوې ده. د نیول شوو کسانو پر ضد تورونه لا په عدالت کي نه دي ثابت شوي او د هغوی د مقدمې پلټنې روانې دي.