لندن (شال نیوز) : پاکستاني نژاده برتانوي ډاکټر آصف حسن ته د ماشومانو د زړه د ناروغیو په علاج او د زرګونو ماشومانو د ژوند ژغورلو په بدل کي د ۲۰۲۶ کال د «برتانیې د ویاړ» جایزه ورکړل شوې ده.

 

۷۰ کلن ډاکټر آصف حسن ته دا جایزه د اکتوبر په ۲۰مه په برتانیا کي د «پرایډ آف برېټن» په مراسمو کي ورکړل شوه. په دغو مراسمو کي د هغه ۱۹ پخواني ناروغان هم سټېج ته راوختل چې نوموړي یې د زړونو عملیات کړي وو.

 

ډاکټر آصف حسن هغه وخت خپلې اوښکې ټینګې نه کړې شوې چې پخوانیو ناروغانو یې د خپل ژوند د ژغورلو مننه وکړه. په دغو کسانو کي داسې ځوانان هم وو چې د ماشومتوب په وخت کي یې د زړه سختې ناروغۍ لرلې.

 

د برتانیې د روغتیا ملي ادارې د معلوماتو له مخې، ډاکټر آصف حسن د خپل طبي ژوند په دوران کي له څلورو زرو زیات د زړه پرانیستي عملیات کړي چې شاوخوا درې زره یې د مشر سرجن په توګه ترسره کړي دي.

 

نوموړي په ۱۹۷۹ کال کي د کراچۍ له ډاؤ میډیکل کالج څخه د طب تعلیم بشپړ کړی او په ۱۹۸۱ کال کي برتانیې ته تللی و. هغه په ۱۹۹۵ کال کي د نیوکاسل ښار په فریمن روغتون کي د زړه د متخصص سرجن په توګه مقرر شو او وروسته یې د ماشومانو د زړه د پیوند د څانګې مشري هم وکړه.

 

د خپل طبي ژوند په دوران کي ډاکټر آصف حسن د شاوخوا ۴۰۰ زړونو د پیوند عملیات کړي دي. نوموړي د هغو ماشومانو په علاج کي هم مهم کردار ادا کړی چې د زړه ناروغۍ یې ډېرې سختې وې او نورو روغتونونو یې د عملیاتو خطر نه شو منلی.

 

هغه له خپلو ملګرو ډاکټرانو سره په ګډه د داسې مشینونو په کارولو کي هم پرمختګ کړی چې د زړه د پیوند انتظار کوونکي ماشومان پرې تر مناسب زړه موندلو پورې ژوندي ساتل کېږي.

 

د ډاکټر آصف حسن په پخوانیو ناروغانو کي ۱۷ کلن سېب هالېنګزورت هم شامل دی چې په ۲۰۰۹ کال کي د زړه له ناروغۍ سره پیدا شوی و. سېب د څلورو میاشتو په عمر کي د زړه عملیات کړي وو او وروسته یې په ۱۳ کلنۍ کي یو ځل بیا عملیاتو ته اړتیا پیدا شوه.

 

د هغه مور نادین ویلي چې ډاکټر آصف حسن به د علاج په هر پړاو کي دوی ته د ماشوم د ناروغۍ او عملیاتو په اړه معلومات ورکول او د کورنۍ پوښتنو ته به یې ځوابونه ویل.

 

ډاکټر آصف حسن د جایزې له ترلاسه کولو وروسته ویلي چې د ماشومانو علاج او د هغوی له کورنیو سره مرسته کول ورته د ویاړ خبره ده.

 

نوموړي ویلي چې د خپل کار کامیابي یوازې د ده نه، بلکې د هغو ډاکټرانو، نرسانو او نورو طبي کارکوونکو د ګډو هڅو نتیجه ده چې کلونه یې ورسره په فریمن روغتون کي کار کړی دی.

 

د هغه په وینا، تر ټولو لویه خوشحالي ورته دا ده چې هغه ماشومان چې یو وخت یې د ژوند هیله کمه وه، اوس لوی شوي او خپل عادي ژوند تېروي.

 

د برتانیې د روغتیا ملي ادارې مشر سر جېمز مکي د ډاکټر آصف حسن د خدمتونو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې نوموړي نه یوازې د زرګونو ماشومانو ژوند ژغورلی، بلکې د زړه د ناروغیو د علاج لپاره یې نوي ډاکټران هم روزلي دي.

 

ډاکټر آصف حسن د روان کال په پیل کي له خپلې طبي نوکرۍ فارغ شوی دی. هغه ګڼ شمېر داسې سرجنان روزلي چې اوس په برتانیا او نورو هېوادونو کي د ماشومانو د زړه عملیات کوي.

 

د «برتانیې د ویاړ» جایزې هر کال هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د خلکو د ژوند ژغورلو، خدمت او نورو غیرمعمولي کارونو له امله یې په ټولنه کي مهم کردار ادا کړی وي.