پاریس (شال نیوز) : په فرانسه کې د ګرانۍ، د تعلیم د خراب حالت او د ولسي خدمتونو د کمېدو پر ضد احتجاجونه روان دي. حکومت د تشدد او لوټ مار د مخنیوي لپاره په ټول هېواد کې ۷۰ زره پولیس او نور امنیتي اهلکار ځای پر ځای کړي دي.

 

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونېز د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، وویل چې د ماسپښین تر لومړیو ساعتونو پورې په بېلابېلو ښارونو کې ۱۳۵ کسان نیول شوي دي. د هغه په وینا، له ځینو کسانو سره د تلاشۍ پر مهال داسې سامانونه موندل شوي چې په تشدد کې استعمالېدای شي.

 

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په پاریس کې احتجاجونه په سوله ییزه توګه پیل شوي، خو په لیون ښار کې پولیسو د احتجاج کوونکو د خورولو لپاره اوښلن ګیس استعمال کړی دی.

 

د فرانسې حکومت دا ځل د تېرې شنبې، د اکتوبر د ۱۷مې، په پرتله لس زره زیات پولیس ځای پر ځای کړي دي. تېره اوونۍ په احتجاجونو کې د تشدد، دوکانونو د ماتولو او لوټ مار پېښې شوې وې.

 

احتجاجونه په پیل کې د سکولونو د خراب حالت، د استادانو د کمي او د تعلیمي اسانتیاوو د نشتوالي پر ضد پیل شوي وو، خو وروسته ورسره د مزدورانو تنظیمونه، د یونیورسټیو طالب علمان او نور خلک هم یو ځای شول.

 

احتجاج کوونکي وايي چې ګراني زیاته شوې، د ژوند خرچې لوړې شوې دي او حکومت د تعلیم او نورو ولسي خدمتونو د ښه کولو لپاره کافي ګامونه نه اخلي. بلخوا د فرانسې حکومت وايي چې ځینې ډلې د احتجاجونو په وخت له تشدد او لوټ مار څخه کار اخلي.

 

په پاریس کې د امنیت د سختو انتظاماتو له امله د مېټرو له ۲۰ څخه زیات سټېشنونه بند شوي دي. د لوور او اورسې په ګډون یو شمېر مشهور موزیمونه او کلتوري مرکزونه هم تړل شوي دي.

 

د ښار په ځینو تجارتي سیمو کې دوکاندارانو د ممکنه لوټ مار د مخنیوي لپاره د خپلو دوکانونو مخې ته د لرګیو تختې لګولې دي. پولیسو د پاریس د شانزېلیزې مشهور سړک او د آرک دو تریومف تاریخي څلي شاوخوا هم امنیت سخت کړی دی.

 

په همدې وخت کې د فرانسې په اورلیان ښار کې د مارین لوپن د نیشنل ریلي ګوند د غونډې پر ضد هم احتجاجونه شوي دي. دغه ګوند په ښار کې خپله دوه ورځنۍ غونډه کوي.

 

د فرانسې حکومت وايي چې د خلکو د سوله ییز احتجاج حق مني، خو د تشدد، ورانکارۍ او لوټ مار اجازه به ورنه کړي. بلخوا احتجاج کوونکي د حکومت پر امنیتي بندیزونو نیوکې کوي او وايي چې د ګرانۍ، تعلیم او ولسي خدمتونو په اړه د دوی غوښتنو ته باید پام وشي.

 

د فرانسې په بېلابېلو ښارونو کې احتجاجونه داسې وخت روان دي چې دغه هېواد راتلونکی کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته تیاری نیسي.