نوښار (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په اکوړه خټک سیمه کي پولیس وايي، د ډزو په یوه مقابله کي د یوه افغان په ګډون دوه مطلوب کسان وژل شوي دي.

 

د اکوړه خټک ډي اېس پي ګلشید خان په وینا، وژل شوي کسان نصیب خان مشهور په کمانډر او رحمان مشهور په رحمانې پېژندل شوي دي. نوموړي ویلي، نصیب خان د افغانستان اوسېدونکی و او دواړه کسان د اکوړه خټک په سوریا خېل سیمه کي مېشت وو.

 

پولیس وايي، دواړه کسان د قتل، ډاکو، په لارو د خلکو د لوټلو، غیرقانوني وسلو او نشه يي موادو په یو شمېر مقدمو کي مطلوب وو.

 

د پولیسو د معلوماتو له مخې، د اکوړه خټک تاڼې اېس اېچ او عنایت علي امجد ته اطلاع ترلاسه شوې وه چې دواړه کسان د نادر اباد چور په سیمه کي پټ دي.

 

پولیس وايي، د نیولو لپاره یې سیمې ته پولیس ولېږل، خو د هغوی په رسېدو دواړو کسانو ډزې پیل کړې. د پولیسو په وینا، په ځوابي ډزو کي دواړه ووژل شول.

 

ډي اېس پي ګلشید خان ویلي، له پېښې وروسته یې په سیمه کي د لټون عملیات وکړل او د دواړو کسانو مړي یې وموندل. پولیسو د هغوی وسلې هم په خپله قبضه کي اخیستې دي.

 

د پولیسو د ریکارډ له مخې، د نصیب خان خلاف اته او د رحمان خلاف هم اته مقدمې درج وې. په دغو مقدمو کي د قتل، ډاکو، غیرقانوني وسلو او نشه يي موادو مقدمې شاملې دي.

 

پولیس دواړه کسان د اکتوبر په اتمه نېټه په سوریا خېل کي د ډاکې پر مهال د مجاهد په نوم د یوه تن په وژنه کي هم ککړ بولي. د پولیسو په وینا، وژل شوی مجاهد د کرمې ضلعې اوسېدونکی و او په سوریا خېل کي یې ژوند کاوه.

 

دواړه مړي د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته وړل شوي دي. پولیسو د وژل شوي افغان د اصلي سیمې او په پاکستان کي د هغه د اوسېدو د قانوني حیثیت په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

 

د پېښې د څرنګوالي په اړه تر اوسه یوازې د پولیسو دریځ مخې ته راغلی او د وژل شوو کسانو د کورنیو غبرګون نه دی ترلاسه شوی.