سانګھړ (شال نیوز) : د سندھ صوبې د سانګھړ ضلعې په شهدادپور سیمه کي د خپلې خوښې واده کوونکې یوه نوې واده شوې جوړه په ډزو وژل شوې ده. پولیس وايي، د وژل شویو کسانو مړي د یوې نالې ترڅنګ موندل شوي دي. د وژل شوي ځوان نوم نثار احمد لاشاري او د هغه د مېرمنې نوم ذکیه بلیدي ښودل شوی دی.

 

د پولیسو د سرچینو په وینا، دغې جوړې دوه ورځې وړاندې په نوابشاه کي د عدالت له لارې د خپلې خوښې واده کړی و. له واده وروسته دواړو د نوابشاه په پرېس کلب کي خبري غونډه هم کړې وه او ویلي یې وو چې ژوند یې له خطر سره مخ دی. هغوی له پولیسو او حکومتي چارواکو د خپل ژوند د حفاظت غوښتنه کړې وه.

 

پولیس وايي، نامعلومو کسانو دواړه په ډزو وژلي او مړي یې د نالې ترڅنګ غورځولي دي. تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې دغه جوړه چا او ولې وژلې ده. پولیسو لا د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.

د پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.