پېښور (شال نیوز) : د پاکستان او ایران ترمنځ د دوو تجارتي لارو د بندېدو له امله له ایرانه پاکستان ته د ایل پي جي ګیس راتګ بند شوی، چې ورسره په ملک کي د ګیس کمی پیدا شوی او بیې یې په چټکۍ سره لوړې شوې دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستان هره ورځ له ایران څخه شاوخوا اووه زره ټنه ایل پي جي ګیس راوړلو، خو د سرحدي لارو له بندېدو وروسته دغه تجارت درېدلی دی.
د ګیس له کمېدو سره په پاکستان کي د ۱۲ کلو ډبې بیه له ۴۵۰۰ روپیو څخه ۷۰۰۰ روپیو ته لوړه شوې ده. په ځینو سیمو کي بیې له دې هم زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې مشهور ایراني کاروباري بابک زنجاني پر اېکس په یوه ویډیو کي ویلي وو چې د هغه د ډاټ ون کمپنۍ زرګونه لارۍ له تېرو شاوخوا ۶۰ ورځو راهیسې د ایران او پاکستان ترمنځ د ریمدان پر سرحدي لاره بندې پاتې دي.
نوموړي پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې که پر سرحدي تجارت لګېدلي بندیزونه ختم نه شي، نو پاکستان ته به د ګیس لېږل بند کړي. هغه ویلي وو چې د ګیس د تجارت بندېدل به په پاکستان کي بیې نورې هم لوړې کړي او د ژمي په رارسېدو سره به د خلکو مشکلات زیات شي.
د راپور له مخې، د ایران او پاکستان ترمنځ د ګبد او ریمدان سرحدي لاره د اکتوبر په ۲۱مه د پاکستان د ځینو خوراکي شیانو د لېږد لپاره بېرته پرانیستل شوې وه، خو د ایل پي جي ګیس راتګ لا هم بند و.
تر اوسه دا نه ده څرګنده چې له ایران څخه پاکستان ته د ګیس لېږد به کله بېرته پیل شي.


شال نیوز