باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ ضلعې د ماموند تحصیل په برخلوزو سیمه کي د فوټبال په میدان د لوبو پر مهال تندر پرېوتی چې له امله یې یو ۱۳ کلن ماشوم مړ شوی او د هغه ۱۰ کلن ورور ژوبل شوی دی.
د ریسکیو ۱۱۲۲ باجوړ د معلوماتو له مخې، پېښه د برخلوزو د فوټبال په میدان کي شوې ده. په پېښه کي ۱۳ کلن محمد موسیٰ د محمد نور زوی په ځای مړ شوی، خو د هغه کشر ورور، ۱۰ کلن محمد امین، ژوبل شوی دی.
دواړه وروڼه د ماموند تحصیل د برخلوزو سیمې اوسېدونکي دي. ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته یې طبي ډله د ماموند خلوزو کټیګري ډي هسپتال ته ولېږله.
د هسپتال انتظامیې د محمد موسیٰ د مړینې تصدیق کړی او مړی یې خپلوانو ته سپارلی دی. ژوبل شوی محمد امین د ریسکیو ۱۱۲۲ اهلکارو له ابتدایي طبي مرستې وروسته د خار ضلعي مرکزي هسپتال ته رسولی دی.
د ژوبل شوي ماشوم د روغتیايي حالت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.


حسبان الله باجوړې