لنډي کوتل (شال نیوز) : د خېبر ضلعې په لنډي کوتل کي د شینواري، افریدي ذخاخېل او شلمان قومونو مشرانو له حکومته غوښتنه کړې چې د پاک افغان لویې لارې د پلونو جوړولو منظور شوې منصوبې عملي کړي او د شلمان د څښاک اوبو سکیم کارونه پیل کړي.

 

دا غوښتنه د خېبر ضلعې د ایریا رېپرېزنټېټیو اېنډ ډوېلپمنټ کونسل د غړي ملک عبدالرزاق افریدي په حجره کي د درې واړو قومونو د مشرانو په ګډه غونډه کي شوې ده.

 

غونډې ته ملک خالد افریدي، ملک طهماش شلماني، زړور خان، ملک شریف شلماني، اختر علي شینواري، د خېبر سیاسي اتحاد صدر مراد حسین افریدي، د بازار ذخاخېلو غلام خان او خادم افریدي په ګډون یو شمېر مشرانو خبرې وکړې.

 

د غونډې ګډونوالو ملک عبدالرزاق افریدي ته د کونسل د غړي په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او هیله یې څرګنده کړه چې نوموړی به د سیمې د پرمختګ، امن او د خلکو د ستونزو په هوارولو کي خپل کردار ادا کړي.

 

ملک عبدالرزاق افریدي غونډې ته وویل چې په لنډي کوتل، په ځانګړي ډول د شینواري قوم په سیمو کي د څښاک اوبو کمی د خلکو یوه لویه ستونزه ده. د هغه په وینا، د شلمان د اوبو سکیم څو ځله پرانیسته شوې، خو تر اوسه یې خلک له ګټې بې برخې دي.

 

نوموړي وویل چې دا مسئله به له اړوندو حکومتي چارواکو سره راپورته کوي او هڅه به کوي چې د سکیم پاتې کارونه بشپړ او خلکو ته د څښاک پاکې اوبه ورسول شي. ملک عبدالرزاق افریدي دا هم وویل چې د پاک افغان لویې لارې د پلونو جوړولو منصوبې منظورې شوې دي، خو تر اوسه پرې عملي کار نه دی شوی.

 

هغه زیاته کړه چې د دغو پلونو په جوړېدو سره به د خلکو د تګ راتګ ستونزې کمې شي او د سیمې ترمنځ به د ګاډو تګ راتګ اسانه شي. نوموړي وویل چې د امن ټینګښت یې لومړیتوب دی او د تعلیم، صحت، پاکو اوبو او نورو بنیادي سهولتونو لپاره به له حکومتي چارواکو سره خبرې کوي.

 

د غونډې ګډونوالو هم ژمنه وکړه چې د سیمې د پرمختګ او د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره به په ګډه کار کوي. د شلمان د اوبو سکیم د بشپړېدو نېټه او د پاک افغان لویې لارې د منظور شوو پلونو د جوړولو د کار د پیل وخت لا نه دی څرګند.

 

د دغو منصوبو د منظورۍ او د کارونو د ځنډېدو په اړه د اړوندو حکومتي ادارو دریځ هم تر اوسه نه دی ترلاسه شوی.