راولپنډۍ (شال نیوز) : د پاکستان د پخواني وزیراعظم او پیپلز پارټۍ د مشر راجه پروېز اشرف د راولپنډۍ له کوره د دوه لکه او ۷۰ زره روپو سامان غلا شوی دی.

 

پولیس وايي، د جاتلي په ډهوک امب سیمه کي د راجه پروېز اشرف له کوره درې اېرکنډېشنرونه، دوه دروازې، دوه کړکۍ، قالینونه، لوښي، د کور د سینګار سامان او د واښو پرې کولو مشین غلا شوی دی.

 

د پخواني وزیراعظم پرسنل سېکرټري طیب فضل د جاتلي پولیس تاڼې ته درخواست ورکړی، چې له مخې یې پولیسو مقدمه درج کړې ده. په ایف آی آر کي ویل شوي چې د کور د بېلابېلو برخو قلفونه مات شوي وو او د کور یو ملازم هم نه موندل کېده.

 

د کور په حفاظت مامورو پولیس اهلکارو ویلي چې دغه ملازم له تېرې شپې راهیسې نه و لیدل شوی او موبایل فون یې هم بند و. د پولیسو په وینا، د غلا په مقدمه کي نومول شوي دوه کورني ملازمان اوس نیول شوي دي.

 

پولیس وايي، د لومړنیو پلټنو له مخې سامان په بېلابېلو وختونو کي غلا شوی او له نیول شوو کسانو څخه پوښتنې روانې دي.