اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت د افغانستان لپاره د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هغه تورونه رد کړي چې ګنې پاکستان افغانان وسله وال کوي او په افغانستان کي یې د طالبانو او په پاکستان کي د وسله والو ډلو خلاف جګړو ته تیاروي.
د وزارت له خوا د شنبې په ورځ په خپور شوي بیان کي د خلیلزاد څرګندونې بې بنیاده بلل شوې دي. وزارت ویلي چې خلیلزاد د خپلو شخصي مقصدونو لپاره داسې خبرې کوي چې د پاکستان په وینا، د افغانستان د طالبانو په ګټه تمامېږي.
په بیان کي د ملګرو ملتونو د څارنې ډلې راپور ته هم اشاره شوې چې په افغانستان کي یې د تحریک طالبان پاکستان، القاعدې او نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو په اړه معلومات ورکړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وايي، د خلیلزاد څرګندونې د دې خبرې نه د خلکو پام اړوي چې د افغانستان طالبان باید خپله خاوره د پاکستان خلاف د وسله والو حملو لپاره استعمالېدو ته پرېنږدي.
وزارت ویلي چې پاکستان د وسله والو ډلو خلاف جګړه کي درانه ځاني او مالي زیانونه لیدلي او د سیمې د امن لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
تر دې وړاندې زلمي خلیلزاد د جمعې په شپه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي وو چې داسې راپورونه یې ترلاسه کړي چې له مخې یې پاکستان یو شمېر افغانان د طالبانو خلاف جګړې ته وسله وال کوي.
هغه دا هم ویلي وو چې تازه معلومات ښيي د پاکستان پوځ افغانان د هغو وسله والو ډلو خلاف جګړې ته هم جذبوي چې په پاکستان کي حملې کوي.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې دا ډول اقدامات د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې نورې هم خرابولای شي. په بلوچستان کي هم تر دې وړاندې د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د استعمال په اړه ورته تورونه لګېدلي دي.
د بلوڅانو د حقونو فعالې ماهرنګ بلوڅ څو میاشتې وړاندې له زندانه په یوه لیک کي ویلي وو چې هغې ته داسې معلومات رسېدلي چې د افغانستان د پخواني حکومت ځینې امنیتي کسان په بلوچستان کي د پاکستاني ځواکونو ترڅنګ په عملیاتو کي برخه اخلي.
خو دا نه ده په خپلواکه توګه تایید شوې چې د افغانستان پخواني عسکر په بلوچستان کي د پاکستاني ځواکونو په عملیاتو کي برخه اخلي او یا پاکستان افغانان د طالبانو خلاف جګړې ته وسله وال کوي.
د خلیلزاد دا څرګندونې په داسې وخت کي مخې ته راغلې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د سرحدي نښتو، امنیتي اختلافاتو او په افغانستان کي د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو پر سر ترینګلې دي.
پاکستان وايي چې د تحریک طالبان پاکستان وسله وال د افغانستان خاوره د حملو لپاره استعمالوي، خو د افغانستان طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد خپله داخلي مسئله ده.


شال نیوز