کوز دیر (شال نیوز) : د خیبرپښتونخوا په کوز دیر کې د شري ناروغۍ له امله ۵ ماشومان مړه او ګڼ نور ماشومان هم پر دې ساري ناروغۍ اخته شوي دي.
د کوز دیر مرستیال کمېشنر، بشارت احمد تایید کړې چې په دغه سیمه کې د شري ناروغۍ د خپرېدو له امله ۵ ماشومان مړه شوي او ګڼ نور پرې اخته شوي دي. نوموړي ویلي، د ناروغۍ د مهارولو لپاره اړین اقدامات روان دي.
د کوز دیر د روغتیا رییس، شېرخان افریدي د شري او پولیو په ګډون د بېلابېلو ناروغیو د مخنیوي لپاره د ماشومانو پر وخت واکسین کول مهم بللي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې ماشومانو ته باید د واکسین د ټاکل شوي مهالوېش له مخې واکسین ورکړل شي، څو له ساري ناروغیو خوندي پاتې شي.


شال نیوز